کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د سند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته واستول شول.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، په کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې تېره ورځ د سند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ افغانان آزاد شول.
سرچینې زیاته کړې، همدارنګه ۱۳۰ نور افغان بندیان به په راتلونکو څو ورځو کې خوشي او هېواد ته ولېږدول شي.
سرچینې همداراز لیکلي: «یو تن افغان ولي خان د موسی خان زوی د ننګرهار اوسېدونکی چې څو ورځې وړاندې په زندان کې په حق رسېدلی و، د نوموړي جسد هم د امبولانس په وسیله هېواد ته ولېږدول شو.»
افغان سفارت دا هم ویلي چې د خوشي شوو بندیانو د بېرته لېږد ټول لګښت د اسلامي امارت له خوا اجراء کېږي.
د یادونې ده، د روان کال د مرغومي په ۱۹مه هم د سند ایالت له زندانونو ۳۰۳ افغان بندیان خوشي شوي وو.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن