کندهار (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار په ارغنداب کې سلګونه کسان په یو شمېر کرنیزو پروژو کې پر کار بوخت دي چې د چارواکو په وینا، له دغه ګام سره په دې ولسوالۍ کې غلاوې کمې شوې او پر نشو د روږدي کېدو کچه ټیټه شوې ده.
په دغو پروژو کې -چې په کې د څو چیکډیمونو، یوه استنادي دېوال او یوه کانال جوړول او د کارېزونو پاکول شامل دي- د یادې ولسوالۍ ۱۶۰۰ کسان پر کار بوخت دي.
د ارغنداب ولسوال ملا ادم عجمي پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې پروژې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي ملاتړ پلې کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې روانې دي.
هغه زیاته کړه، په یادو پروژو کې د سلګونو کسانو له بوختېدو سره په دې ولسوالۍ کې نه یوازې غلاوې کمې شوې، بلکې پر نشو د ځوانانو د روږديتوب کچه هم ټيټه شوې ده.
نوموړی وايي، په یادو پروژو کې پر کار ګومارل شوو ۱۶۰۰ کسانو کې ګڼ داسې کسان هم شته چې مخکې یې نشې کولې، خو اوس یې نشهيي توکي پرې ایښي، کار کوي او خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.
د ولسوال په خبره، هڅه کوي په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولت او مرستندویه ادارو په همکارۍ لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په ارغنداب کې د روانو پروژو یو ټولنیز کارکوونکی سیدشاه وایي، یوازې د ارغنداب سیند پر څنډه د زر متره استنادي دېوال جوړولو په پروژه کې ۳۲۱ کسان پر کار بوخت دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، پاتې نور کسان د یوه کانال او کارېزونو پاکولو، د چیکډیمونو په جوړولو او نورو کرنېزو پروژو کې پر کار بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه: «هر کارګر ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې د سهار له اتو د ماسپښین تر دوو بجو کار کوي، ډېری دغه کسان پخوا بېکاره او بېروزګاره وو.»
په یادو کرنیزو پروژو کې پر کار بوخت کسان وایي، خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې خو غوښتنه کوي چې دا ډول پروژې اوږدمهالې شي څو خلک له بېروزګارۍ او غربته راووځي.
د ګلابشاه په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل: «ډېر خوشحاله یم چې له اوږدې بېکارۍ وروسته په کار بوخت یم، په دغه کار کې دوې ګټې دي، له یوې خوا خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کوم او له بلې خوا د ارغنداب رود پر غاړه استنادي دېوال پورته کوم چې د سېلابونو مخنیوی کوي.»
د مطیعالله په نوم یو کارګر بیا وايي چې پخوا یې نشهيي توکي کارول خو اوس کار کوي او نشې یې پرې ایښې دي.
هغه پژواک ته وویل: «له لسو کلونو وروسته مې نشې پرې ایښې دي او اوس دلته کار کوم، ډېر خوشحاله یم چې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروم.»
هغه له چارواکو وغوښتل چې دغسې پروژې دې اوږدمهالې شي څو د ده په څېر نورو کسانو ته هم پکې د کار زمینه برابره شي.
په ارغنداب ولسوالۍ کې د څو چیکډیمونو، استنادي دېوال او کانال جوړولو او کارېزونو پاکولو پروژې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې روانې دي چې د چارواکو په وینا، تر لسو میاشتو یا یوه کال پورې به وغځېږي.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن