قلعهنو (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دوی یوه پولیس د خپلې وسلې په خطايي ډز ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه شوې ده.
سرچينې لیکلي: «د داخلي پرسونل يو مجاهد سرتېرى چې خپله وسله يې پاکول، خطايي ډز ترې شوى چې له امله يې په شهادت رسېدلى دی.»
سرچينې په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن