Language

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۳ کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل او نورو ولايتونو کې ٢٣ کسان نيولي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي، د یادو کسانو له ډلې ۱۴ یې د غلا په تور په کابل، هرات او کندوز ولایتونو کې نیول شوي دي.

سرچينې ليکلي، په دغو کسانو کې يو د جعلکارۍ، يو بل په ننګرهار کې د رشوت اخیستو، دوه کسان د يوه کس د ګواښلو او ټپي کولو  او څلور نور د اخلاقي فساد او يو بل کس بیا له کور د تېښتې په تور په بدخشان ولایت کې نیول شوي دي.