Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیکولسن له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د ټول‌شمول حکومت پر اړتیا غږېدلی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې پر بشري وضعیت او  په نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډېدو د اغېزو او ټولشمول حکومت جوړېدو پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغه پرون ناوخته په یو شمېر ټویټونو کې لیکلي، پاکستان ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې یې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال سیدعاصم منیر په ګډون له یو شمېر پاکستاني چارواکو، د پارلمان او د مدني ټولنې له غړو، د څیړنیزو مرکزونو له مسوولینو، امنیتي کارپوهانو او خبریالانو سره خبرې کړې دي.

ده ویلي: «موږ د یو ټولشمول حکومت د اړتیا په اړه چې د بشري حقونو او مدني ازادیو ساتنه وکړي، بحث وکړ؛ زه د ښځو زده‌کړو او کار حقونو په اړه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د څرګند دریځ هرکلی کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په پرله‌پسې ډول ویلي چې حکومت یې ټولشمول دی او لا هڅه کوي چې نور هم ټولشمول شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو مسئلې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې اصلاً دا مسئله مطرح نه ده.

نيکولسن ویلي: «په داسې حال کې چې موږ د افغانستان منزوي کېدو هیله نه لرو، خو د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله هم مطرح نه ده؛ موږ له افغانانو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ګډ کار د اړتیا په اړه موافق و.»

د یادونې ده، څو  ورځې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم اسلام‌اباد ته سفر کړی او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون یې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.