[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل شوې.
د دې الوتنو د پيل پر مهال د احمدشاه بابا په نړۍوال هوایي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د کام ایر هوایي شرکت د زون مسوولینو، د کندهار هوايي ځواکونو او ملکي هوایي ډګر مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړي و.
د احمدشاه بابا نړۍوال هوایي ډګر رییس حافظ عصمتالله یعقوب وویل، له ډېرې مودې راهیسې يې هڅې پيل کړې وې چې له کندهاره یو ځل بیا دوبۍ ته الوتنې پيل شي.
هغه زیاته کړه: «زموږ هڅې له ډېره وخته جاري وې چې الحمدالله بریالي شوو او د کام ایر شرکت دوه اړخیز پروازونه دوبۍ ته پيل کړل، نن هم په لومړي پرواز کې ۴۴ مسافرین دوبۍ ته انتقال شول.»
د کام ایر هوايي شرکت د زون مسوول مولوي نورعلي حیدري هم وویل چې د ځینو ستونزو له حل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا د کندهار او دوبۍ ترمنځ پروازونه پيل کړي.
د هغه په خبره، د کندهار او متحده عربي اماراتو ترمنځ سوداګري زیاته ده نو د دوی د اسانتیا لپاره یې دغه ګام پورته کړی دی.
ده وویل، هره شنبه به له کندهاره دوبۍ ته او د یکشنبې په ورځ به له دوبۍ کندهار ته الوتنې ولري چې ورسره به سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، دا چې له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته یوه دروازه پرانیستل شوه؛ نو هڅه یې دا ده چې د کندهار – ډيلي او کندهار – چین ترمنځ هم دوه اړخیزه الوتنې پيل کړي.
له کندهاره دوبۍ ته تلونکي مسافر هم خوښي ښيي چې دغه پروازونه پيل شوي او دوی ته دلته په کندهار کې دا اسانتیا برابره شوه.
دوی غوښتنه کوي چې هوايي شرکتونه باید د خدماتو زیاتولو ترڅنګ د ټکټونو پر بیو هم غور وکړي؛ ځکه د اسلامي امارت له راتګ وروسته شرکتونو د ټکټونو بیه لوړه کړې.
د عبیدالله په نوم یو مسافر وایي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې دوبۍ ته پروازونه پيل شول خو د ټکټونو بیه هم باید کښته شي ځکه اوس مهال دغه بیه ډېره لوړه ده او د هر چا وس نه پرې رسېږي.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP