ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رویا رحماني د امریکا پارلمان ګډې کلنۍ غونډې ته بلل شوې ده

رویا رحماني د امریکا پارلمان ګډې کلنۍ غونډې ته بلل شوې ده

author avatar
4 Feb 2023 - 02:45
رویا رحماني د امریکا پارلمان ګډې کلنۍ غونډې ته بلل شوې ده
author avatar
4 Feb 2023 - 02:45

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): په واشنګټن کې د تېر جمهوري نظام وروستۍ سفیره مېرمن رویا رحماني د امریکا پارلمان ګډې کلنۍ غونډې ته بلل شوې ده.

د امریکا د کانګرېس بهرنیو اړیکو کمېسیون د مشر مایکل مېک کال له دفتره د سلواغې په ۱۴مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پارلمان ګډه غونډه د راتلونکې سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ اوومه) جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د کانګرېس او مشرانو جرګې دې غونډې ته به ولسمشر جوبایډن کلنۍ وینا وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دې غونډې ته د نورو کسانو ترڅنګ په امریکا کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستۍ سفیره مېرمن رویا رحماني هم بلل شوې ده.

رویا رحماني لومړنۍ افغان ښځینه سفیره وه چې په امریکا کې یې له ۲۰۱۸ زېږدیز کال تر ۲۰۲۱ کال پورې دنده ترسره کړې ده، هغه له دې مخکې په اندویزیا کې د افغانستان سفیره وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې رویا رحماني د افغان ښځو حقونو لپاره ډېره مبارزه کړې او اوس هم د هغوی له حقونو د دفاع برخه کې مبارزه کوي.

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېسسیون مشر مایکل مېک کال پر دې خوښي څرګنده کړې چې مېرمن رحماني به د پارلمان ګډې کلنۍ غونډه کې د ده د شخصي مېلمه په توګه ګډون کوي.

هغه زیاته کړې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په اوسني سرپرست حکومت کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر خراب شوی دی.

نوموړی وایي، رویا رحماني ته په دې مهمه غونډه کې د ګډون موخه دا ده څو افغان ښځو ته دا پیغام ورکړل شي چې هغوی نه دي هېرې شوې.

[/restrict]

Views: 288

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.