کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې له دې لارې څه باندې ۵۴ زره مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
دغې ادارې نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د روانې سلواغې میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې د هېواد رېلپټلۍ له لارې په ټوله کې ۵۴ زره او ۳۰۱ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې ۲۷ زره او ۶۳۵ ټنه، د حیرتان رېلپټلۍ له لارې ۲۱ زره او ۶۸۹ ټنه او د اقینې رېلپټلۍ له لارې ۴۹۷۷ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دغه اداره وایي، د یادو انتقالاتو له ډلې ۶۱۸۷ ټنه صادرات دي چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده.
د اوسپني پټلۍ ادارې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په وارداتو کې کوم توکي شامل دي او له کومو هېوادونو وارد شوي او دا یې هم نه دي ویلي چې وچه مېوه کومو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن