کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسوولین وايي چې پښتونستان واټ ته څېرمه د ماين په چاودنه کې دوه عام وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.
د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند پښتونستان واټ ته نږدې نن ماښام کابو ۶ بجې د عامو هېوادوالو پر يوه هایلکس موټر پسې نښلول شوي چسپکي ماين چاودنه کړې ده.
ده زياته کړې، په دغې پېښه کې دوه عام وګړي سطحي ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا، سیمې ته د امنیتي ځواکونو د بررسۍ ټیم رسېدلی او د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن