ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځاځي‌اریوب کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوو کسانو ټپي کېدو ادعا شوې خو چارواکي یې ردوي

ځاځي‌اریوب کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوو کسانو ټپي کېدو ادعا شوې خو چارواکي یې ردوي

author avatar
5 Feb 2023 - 19:48
ځاځي‌اریوب کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوو کسانو ټپي کېدو ادعا شوې خو چارواکي یې ردوي
author avatar
5 Feb 2023 - 19:48

[restrict paid=”true”]

ګردېز (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): يوه ځايي سرچينه وايي، پنځه ورځې وړاندې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ دوه اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو له خوا په ډزو ټپيان شوي، خو د والي وياند دا څرګندونې تشه اوازه بولي، وايي حقيقت نه لري.

د پکتیا ځاځي اريوب ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل: «پنځه ورځې وړاندې د اريوب ولسوالۍ اته تنه اوسېدونکي چې د کاروبار لپاره پاکستان ته تلل، د ازغن سيم په حدودو کې پرې پاکستانيو ملېشو ډزې کړې دي.»

ده زياته کړه، له ډزو وروسته دوو کسانو په ټپي حالت کې ځان له سيمې خپلو کورونو ته رسولى او ٦ نور نادرکه دي.

د هغه په وینا، څو ځلي يې په سرحد کې له پاکستانۍ ملېشو سره خبرې کړې، خو هغوى يواځې د ډزو تایيد کړى او د بې‌درکو کسانو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

صديقي وايي، د سيمې خلکو په شکمنو ځايونو کې د جسدونو پلټنه هم کړې ده، خو د بې‌درکه کسانو کومې نښې نه ليدل کېږي.

خو د پکتيا ولايت يو شمېر چارواکي بيا له دې پېښې څخه ناخبري ښيي او وايي چې په دې سيمه کې دا ډول کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

د ياد ولايت وياند عبدالقادر احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې پېښې په خبرېدو سره يې ټيم يادې سيمې ته ولېږه خو کوم ډول خبر يې نه دی ترلاسه کړی.

د ده په خبره، په دې سيمه کې دا خبره د خلکو ترمنځ يوه اوازه خپره شوې وه او حقيقت نه لري.

خو د اريوب ځاځيو ولسوالۍ يوې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته د پېښې پخلى وکړ او يواځې د يوه کس د ټپي کېدو خبره يې وکړه.

د يادولو ده ده چې څو مياشتې وړاندې د څمکنيو ولسوالۍ په سرحد کې هم دا ډول پېښه رامنځ ته شوې وه.

په دې ولسوالۍ کې يوې ډلې خلکو غوښتل چې له ډيورنډ فرضي کرښې کوزې پښتونخوا ته واوړي خو پاکستانۍ ملېشو پرې ډزې کړې وې، چې دوه کسان په کې ټپيان او درې کسه پاکستانيو ملېشو له ځان سره بېولي وو.

[/restrict]

Views: 317

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.