ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان په کویټه کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي

د پاکستان په کویټه کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي

author avatar
5 Feb 2023 - 15:57
د پاکستان په کویټه کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي
author avatar
5 Feb 2023 - 15:57

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې، د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (یک‌شنبه) په یوه راپور کې لیکلي، دغه چاودنه د یاد ښار په ګلستان واټ کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په یوه مرکز کې رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په یاده ساحه کې د ژغورنې عملیات پیل شوي او ټپیان په کویټه ښار کې یوه روغتون ته لېږدول کېږي.

همداراز په راپور کې د «تحریک طالبان پاکستان» له قوله لیکل شوي چې د دغې پېښې مسوولیت دغه تحریک پر غاړه اخیستی او زیاته کړې یې ده، د دغې چاودنې موخه د پاکستان امنیتي ځواکونه وو.

دغه چاودنه وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستان په پيښور ښار کې یوې چاودنې له امله له ۱۰۰ ډېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.