ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منظور پښتین: پښتانه نور په خپله سیمه کې ترهګري نه شي زغملی

منظور پښتین: پښتانه نور په خپله سیمه کې ترهګري نه شي زغملی

author avatar
5 Feb 2023 - 01:52
منظور پښتین: پښتانه نور په خپله سیمه کې ترهګري نه شي زغملی
author avatar
5 Feb 2023 - 01:52

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ولسي پاڅون ته ویلي چې د پاکستان اقتصاد خراب شوی، اوس د ډالرو لپاره د پښتنو په سیمه کې نوې جګړه پیلوي.

د پېښور پولیسو په یوه مرکز کې له ځانمرګي برید وروسته د پاکستان د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، ولسي خوځښتونو او مدني ټولنې مشرانو او زرګونه پلویان د سلواغې په ۱۵مه د پېښور پرېس کلب مخې ته د «ولسي پاڅون» تر نامه لاندې راټول شوي وو.

څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت د مرکز پېښور ښار پولیسو د یوه مرکز جومات کې د ځانمرګي برید له امله له سلو زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د پېښور ولسي پاڅون چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په رهبرۍ شوی و، په کې محسن داوړ او ګڼو نورو سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

منظور پښتین د پاڅون ګډونوالو ته وویل چې پښتانه په هيڅ ډول نوره ترهګري نه شي زغملی.

هغه زیاته کړه، د پښتنو په خاوره روانه ترهګري د ډالرو ګټلو په موخه تپل شوې ده؛ ځکه چې د پاکستان اقتصاد په جګړو روان دی او غواړي چې یو ځل بیا د یوې نوې جګړې په پیلولو سره ډالر ترلاسه کړي.

نوموړي وویل چې د پښتنو په خاوره جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې له پښتنو سره ده.

منظور پښتین پوښتنه وکړه چې د اسلام په نامه پښتانه ولې وژل کېږي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وویل چې له اټک پله پورې غاړه په پنجاب کې نه چاودنې کېږي، نه هدفي وژنې کېږي او نه خلک تښتول کېږي، دا هر څه یوازې د پښتنو په سیمه کې ولې کېږي؟

[/restrict]

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.