ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۲ ټنه ومان (طبي بوټی) د قاچاق مخه نیول شوې ده

غزني کې د ۱۲ ټنه ومان (طبي بوټی) د قاچاق مخه نیول شوې ده

غزني ښار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې یې په یوه مازدا موټر کې بار ۱۲ ټنه ومان له موټرچلوونکي سره یوځای نیولي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه کس چې غوښتل یې په یوه مازدا موټر کې دوولس ټنه ومان (طبي بوټي) ولېږدوي، د لویې لارې امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د بهرام په نوم دغه موټرچلوونکي غوښتل په مازدا کې بار ومان له بلخ ولایت څخه نیمروز ته ولېږدوي چې له هغه ځایه بیا ایران ته قاچاق کېدل.

دی وايي، نیول شوی کس د لا ډېرو پلټنو لپاره عدلي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د ده په خبره، د ومان په نوم طبي بوټی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د غرونو په لمنو کې په طبیعي ډول شنه کېږي چې په تېرو کلونو کې د خلکو له خوا راټولېدل او بیا د دودیزو یا یوناني درملو په جوړولو کې کارېدل.

خو نوموړي وویل، په دې وروستیو کلونو کې د نشه‌يي توکو قاچاق‌کوونکي له خلکو دغه بوټی اخلي، د یوې ځانګړې دستګاه په وسیله یې پروسس کوي او بیا د ایفیډرین/ Ephedrine په نوم ماده ترې جوړوي چې د ښیښې او هیروینو په جوړولو کې کارول کېږي.

هغه وايي، اسلامي امارت موده مخکې د نورو نشه‌يي توکو په څېر د ومان بوټي لېږد او قاچاق منع اعلان کړ.

د یادونې ده، له دې مخکې په نورو ولایتونو کې هم په وار وار ومان بوټی او نور نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

Visits: 220

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.