Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک راتلونکې چهارشنبه د سلواغې په ۱۹مه، ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۷مه (۱۴۰۱/۱۱/۱۹) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۷ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده، په روانه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې د افغانستان بانک ټاکلې اندازه ډالر لیلاموي څو د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.