ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس سینماګران: له بې‌برخلیکه حالت سره مخ یو

د بادغیس سینماګران: له بې‌برخلیکه حالت سره مخ یو

author avatar
6 Feb 2023 - 12:06
د بادغیس سینماګران: له بې‌برخلیکه حالت سره مخ یو
author avatar
6 Feb 2023 - 12:06

بادغیس (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د بادغیس ځيني سینماګران له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي؛ بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، هغوی چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي ملاتړ یې کوي.

په بادغیس کې سینماګران وایي، له پیله تر دې دمه یې په خپلو شخصي امکاناتو فعالیت کړی او له کوم ملاتړ پرته یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

په بادغیس کې یوه سینماګر نورالله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په تېر حکومت کې سینماګرانو ته ډېره پاملرنه نه کېده خو اوس هم چندان توجه نه کېږي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې له سینماګرانو ملاتړ وکړي او هغوی دې د هنري فعالیتونو په برخه کې وهڅوي.

په بادغیس کې یو بل سینماګرعبدالسمیع قادري وایي، د دغه ولایت سینماګرانو په خپلو شخصي امکاناتو او هڅو پرمختګ کړی نه د دولت په ملاتړ.

د نوموړي په خبره، که څه هم تېر حکومت له مالي او حمایوي پلوه په لوړه کچه کې و، خو له سینما او سینماګرانو سره یې هیڅ مرسته ونکړه.

هغه زیاته کړه، اوسني حکومت هم تر اوسه له سینماګرانو کوم ملاتړ نه دی کړی او که همداسې دوام وکړي په هېواد کې به د هنر او هنرمند ټغر ټول شي.

د سینمایي فلمونو یوه کارکوونکي عبدالله خردمند هم وویل چې اوسمهال په بادغیس کې سینما او سینماګران په ښه وضعیت کې نه دي او ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه د سینما صنعت د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره ډېر ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، که هنر او سینما وده وکړي نو ټولنه به هم وده وکړي.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الله متقي وایي، هغه سینماګران چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي، ملاتړ به یې وشی.

Visits: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.