Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله ۶۵ سلنه باغونه وچ شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د ۶۵ سلنه باغونو د وچېدو خبر ورکوي.

د هلمند د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د اصلاحي چارو مدیر انجنیرعبدالمنان امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی سروې ښيي چې د تېرو جګړو او په وروستیو درېیو کلونو کې د وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې ۶۵ سلنه باغونه وچ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ډېری دغه باغونه په شمالي ولسوالیو کې دي.

امیري دا هم وویل چې د هلمند اقلیم د انګور، انار او بادام په ګډون ځينو مشخصو باغونو لپاره ډېر مناسب دی.

په ورته وخت کې، د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د کرنې ریاست تحقیقاتي فارم امر انجنیر فریداحمد ناصري وايي، دوی پلان لري چې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د وچ شوو باغونو له مالکانو سره د نوو باغونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په ګرمسېر، ناوې او ګرشک ولسوالیو کې د هغو دولتي باغونو د بېرته رغولو کارونه پيل شوي چې په تېرو جګړو کې وچ یا ویجاړ شوي دي.

هغه دغه‌راز وویل، د کرنې ریاست د سولې رېښې (Roots Of Peace) موسسې په همکارۍ په نهرسراج، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې له بڼوالو سره د هغوی د باغونو د بیارغولو کار پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، د کرنې ریاست هغو بڼوالو ته نیالګي او نور اړین وسایل ورکوي چې باغونه يې د تېرو جګړو یا وچکالۍ له امله ویجاړ شوي دي.

بلخوا، د هلمند هغه بڼوال چې د تېرو جګړو یا وچکالۍ له امله يې باغونه ویجاړ شوي، اوس یې پر بېرته رغولو کار پیل کړی دی.

د یاد ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی محمدرحیم چې په تېرو جګړو کې يې د انګورو باغ له منځه تللی، اوس لښکرګاه ته د نوو نیالګیو رانیولو په موخه تللی دی.

ده پژواک ته وویل: «زموږ د ولسوالۍ په اکثره سيمو کې ټول باغونه په تېرو کلونو کې د جګړو یا وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.»

نوموړي زیاته کړه، اوس يې هڅې پيل کړې چې نوي باغونه جوړ کړي او په همدې موخه لښکرګاه ته د نیالګیو رانیولو په موخه راغلی دی.

هغه له حکومته وغوښتل چې له خلکو سره دې د هغوی د خراب شوو باغونو په بېرته رغولو کې مرسته وکړي.

د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی محمدطاهر هم وايي، په تېرو جګړو کې يې د بېلابېلو مېوو باغونه وچ شوي او اوس د نوو نیالګیو رانیولو په موخه لښکرګاه ته راغلی دی.

هغه پژواک ته وویل: «زموږ په  ولسوالۍ کې ۸۰ سلنه باغونه وچ شوي او خلک له حکومته د خپلو باغونو د بېرته جوړولو په برخه کې مرسته غواړي.»

د یادونې ده، په تېره شل کلنه جګړه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته پر ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم اوښتي چې جبرانول به يې کلونه وخت ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.