ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د سعودي سفارت کارکوونکي د روزنې په موخه له کابله تللي

مجاهد: د سعودي سفارت کارکوونکي د روزنې په موخه له کابله تللي

author avatar
6 Feb 2023 - 03:16
مجاهد: د سعودي سفارت کارکوونکي د روزنې په موخه له کابله تللي
author avatar
6 Feb 2023 - 03:16

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګواکې سعودی عربستان په کابل کې خپل سفارت بند کړی او وایي، هغوی د لنډمهاله روزنې په موخه تللي دي.

تر دې مخکې په ټولنیزو شبکو کې داسې معلومات خپاره شوي چې سعودي د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې خپل سفارت تړلی او کارکوونکي یې پاکستان ته لېږدولي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې د سعودي سفارت کارکوونکو د روزنې په موخه کابل پرېیښی او ډېر ژر به بېرته راستانه شي.

هغه زیاته کړې: «د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل سم نه دي، بلکې ډيپلوماټان یې د روزنې په خاطر د یوې اوونۍ لپاره عربستان ته غوښتل شوي او بېرته راستنېږي او په دې برخه کې نورې ګنګوسې سمې نه دي.»

نوموړي د امنیتي ګواښونو اوازې هم رد کړې او وې ویل، په کابل کې ګڼ شمېر سفارتونه فعال دي او دوی ورسره ښې اړیکې لري.

که څه هم تر اوسه کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځیني هېوادونه لکه چین، روسیه، جاپان، ترکیه، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، اروپایي اتحادیه، یوناما او یو شمېر نور په کابل کې ډیپلوماتیک فعالیتونه لري.

[/restrict]

Views: 313

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.