کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د قطر د بهرنیو چارو ځانګړي استازي د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د یوه داسې سیاسي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات تضمین کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مطلق بن ماجد القحطاني تېره ورځ (یکشنبه) کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیبالله او د استخباراتو له عمومي رییس عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې پر نورو مسایلو سربېره، کار او زدهکړو ته د افغان ښځو پر بېرته ستنېدو هم خبرې شوې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې قطر په افغانستان کې د ټولو قشرونو له حقوقو څخه ملاتړ کوي او ياد پلاوي له اسلامي امارته غوښتي چې افغان ښځو ته د کار او تحصیل اجازه ورکړي.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «قحطاني په دغو لیدنو کې په افغانستان کې پر مهمو پرمختګونو او په ځانګړې توګه پر سیاسي، اقتصادي، پراختیايي او پوهنې مسایلو خبرې کړې دي. هغه همداراز د افغانستان د ټولو قشرونو له حقونو او په ځانګړي ډول کار او زدهکړو ته د ښځو له حقونو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یوه داسې سیاسي اجماع ته پر رسېدو ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې تلپاتې امنیت او ټېکاو تضمین کړي.»
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې، پر نورو موضوعاتو سربېره د سیاسي همکاریو، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او د بشري مرستو برخه کې د قطر خیریه بنسټ فعالیتونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې شته فرصتونو ته هم اشاره وشوه او د هغو پر مدیریت او ګټې اخیستنې ټینګار وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP