مزارشریف (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): په بلخ کې د چرګانو د درملو او خوراکي توکو د بيو لوړېدو له امله د چرګانو له ٥٢٥ فارمونو څخه څه باندې ٣٠٠ یې تړل شوي دي.
د چرګانو فارملرونکي وايي، د روان ژمي د سړې هوا له امله ګڼ شمېر چرګان تلف شوي او دوى ته يې مالي زيان ور اړولى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د چهارسنګ سيمې د چرګانو يوه فارملرونکي وسيم پژواک اژانس ته وويل، د ژمي په پيل کې یې پنځه زره چرګان درلودل چې ٢٠٠٠ يې پلورلي او نور يې د سړې هوا له امله تلف شوي دي.
هغه وويل چې د چرګانو د تلفاتو له امله ۷۰۰ زره افغانۍ زیان ور اوښتی او حکومت باید مرسته ورسره وکړي.
دغهراز يوه بل فارملرونکي شېراحمد پژواک ته وويل چې د سږني ژمي سړو څپو یې د فارم ټول چرګان له منځه وړي او دا مهال یې خپل فارم تړلی دى.
شېراحمد زیاتوي چې پخوا په بلخ کې ګڼ شمېر د چرګانو فارمونو فعالیت درلود، خو د چرګانو د خوراکي توکو او درملو د بیو لوړېدو له امله ګڼ شمېر دغه فارمونه تړل شوي دي.
همدارنګه يوه بل فارملرونکي مولودالدین هم ورته څرګندونې وکړې او وویل، که حکومت د دوى ستونزو ته رسېدونه ونه کړي پاتې نور فارمونه به هم وتړل شي.
هغه وایي: «دانه قیمته شوې، درمل هم قیمته دي، که همداسې روان اوسو زیان کوو او مجبور یو خپل فارمونه وتړو.»
په همدې حال کې، د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د فارملرونکو ستونزې مني.
د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ برخې متخصص محمد وکیل نیازي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د چرګانو ۵۲۵ فارمونو فعالیت درلوده، خو له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې یې څه باندې ۳۰۰ فارمونه تړل شوي دي.
دى هم د دغو فارمونو د تړل کېدو لامل د چرګانو د خوراکي توکو او درملو د بيو لوړوالى په ګوته کوي.
خو هغه وويل، هڅه کوي چې د يو شمېر موسسو په مرسته د چرګانو د فارملرونکو ستونزې هوارې کړي.
د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته ستونزو له امله د چرګانو فارمونه تړل شوي دي.
Views: 116
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP