[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانه ۴۰ نور افغانان خوشي شوي دي.
دغه وزارت د سلواغې په ۱۸مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې یاد شمېر خوشي شوي افغانان د پنځو کورنیو غړي دي چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، دغه کسان د افغانستان سفارت او په اسلاماباد کې د افغان کډوالو د اتشې په هڅو د کراچۍ ښار د استیناف محکمې د حکم له مخې خوشي شوي دي .
یاد وزارت ویلي چې خوشي شوي کسان به ډېر ژر د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان په لنډۍ او پچه زندانونو کې د بندي ۱۶۰ افغانانو دوسیې هم تر څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به هغوی هم خوشي شي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د دوی په هڅو په تېره یوه نیمه میاشت کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.
[/restrict]
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن