کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې ټولو بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو ته چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، د ګمرکي معافیت خبر ورکړ.
د مالیې وزارت نن (سه شنبه، د سلواغې ۱۸مه) په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ګمرکونو کې ټولو بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي، ګمرکي معافیت ورکړل شوی.»
سرچینې لیکلي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې هغو بشري مرستو ته چې معافیت ورکول شوی، شمېر یې ۱۴ زره او ۳۰۶ محمولو ته رسېږي چې ټولیز وزن يې یو میلیون ۶۱ زره او ۵۶۰ ټنه او ګمرکي ارزښت یې ۱۶۴ میلیارد افغانۍ کېږي.
سرچینه زیاتوي، د دغو توکو په معافیت سره مالیې وزارت تر دې مهاله ۲۳،۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.
د سرچینې په وینا، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو ته د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوي ګمرکي معافیت ته په کتو د سیګار وروستی راپور یو ځل بیا ناسم ثابتېږي چې د امریکا کانګریس ته یې په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو څخه د مالیاتو اخیستو په تړاو ناسم معلومات وړاندې کړي وو.
د سرچینې په حواله، مالیې وزارت په افغانستان کې بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعالیتونو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ مالیاتي اسانتیاوې رامنځته کړې او د بشري مرستو د لېږد او عادلانه وېش په برخو کې له یادو بنسټونو سره پر ترسره کړو ژمنو ولاړ دی.
تر دې مخکې (د سلواغې په ۱۶مه) هم ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور -چې په کې ویل شوي، اسلامي امارت له هغو انجیوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي- رد کړی و.
یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالتونو ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګریس ته په خپل ربعوار راپور (۳۰/۱/۲۰۲۳) کې ادعا کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې له هغو انجیوګانو او بنسټونو څخه چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي چې د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي.
په اعلاميه کې زياته شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د سیګار دغه راپور له حقیقته لرې بولي او په کله يې ردوي.
سرچينه کاږي، د ماليې وزارت ټولو هغو انجیوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعاليت کوي، مالياتي معافيت ورکړی، نه ماليه ترې اخلي او نه هم کوم اداري لګښت ورڅخه وضع کېږي؛ همدارنګه په ټولو ګمرکونو کې د همدغه انجیوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ټولې ګمرکي تعارفې صفر دي او د دغو بنسټونو توکي له کوم محصوله پرته هېواد ته داخلېږي.
له بهرنيو انجیوګانو او بنسټونو څخه يوازې د لایسنس فيس اخیستل کېږي چې په ډېره لږه کچه پيسې دي او يو قانوني چوکاټ لري چې له نورو هېوادونو سره په انډول کې دی او د افغانستان پر ملي عوايدو هیڅ کوم اغېز نه لري.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن