ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۳ زره ښځو په ګډون له ۵ زرو ډېرو کسانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي

ننګرهار کې د ۳ زره ښځو په ګډون له ۵ زرو ډېرو کسانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي

author avatar
7 Feb 2023 - 17:08
ننګرهار کې د ۳ زره ښځو په ګډون له ۵ زرو ډېرو کسانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي
author avatar
7 Feb 2023 - 17:08

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ لمريز کال په اوږدو کې يې د شاوخوا  ۳ زره ښځو په ګډون ۵ زره او ۶۸۶ کسانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړې دي.

دوی وايي، د دې چارې موخه د بې‌روزګارۍ کچې کمول او په کور دننه د مسلکي کسبګرو زياتول دي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني چې نن (د سلواغې ۱۸مه) يې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست له خوا د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، دغه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.

نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې د خپلې ادارې د تېر يوه کال فعاليتونو، راتلونکو پلانونو او په ننګرهار کې د بې‌روزګارۍ او فقر په تړاو معلومات وړاندې کړل.

حقاني وويل، د بې‌روزګارۍ کچې کمولو لپاره يې د مرکز جلال‌اباد ښار په ګډون مختلفو ولسواليو کې د مرستندويه موسسو په همکارۍ  ۵ زره او ۶۸۶ کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړې چې په ډله کې يې شاوخوا ۳ زره ښځې دي.

هغه وايي: «دغو کسانو ته د خیاطۍ، نجارۍ، مستریتوب، د سولرو جوړولو او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې چې د زده‌کړو په پای کې ورته د کار کولو وسايل هم ورکړل شوي دي.»

نوموړي زياته کړه، دا چې په دې وروستيو کې د بې‌روزګارۍ او فقر کچه يو څه ډېره شوې، دوی هڅه کړې چې بې‌وزله کورنۍ په ګوته کړي او د مرستندويه موسسو په همکارۍ ورسره مرستې وکړي.

مولوي حقاني زياتوي: «موږ په تېر يو کال کې ۱۷ زره او ۵۹۷ غريبې کورنۍ په نښه کړې او ورسره مو د موسسو په همکارۍ د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.»

د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، د دې ترڅنګ يې د يتيمو ماشومانو د روزنې او پالنې برخه کې هم کار کړی، ۱۴۹۰ ماشومان يې نغدي تمويل کړي، ۹ زره او ۴۸۷ ماشومانو ته يې د لنډمهالو زده‌کړو او ۱۳۶۲ يتيمانو ته يې د دوامدارو زده‌کړو زمينه هم برابره کړې ده.

نوموړی دغه‌راز وايي، په ښار او ولسواليو کې د سوالګرو ماشومانو راټولولو لپاره يې هم يو پلان جوړ کړی چې له مخې به يې، کسبګر او مجبور سوالګر هم بېل شي او ورته به د زده‌کړو ترڅنګ د نفقې او ګټې‌وټې زمينه هم برابره کړي.

د يادولو ده، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري هره اوونۍ د رياستونو د فعاليتونو په تړاو خبري کنفرانسونه جوړېږي چې موخه يې اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسی په ګوته شوی دی.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.