Language

کابل کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، په کابل کې له ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د فوټبال فدارسیون په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د کابل د تنکیو ځوانانو د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

سرچینه زیاتوي، د دغو سیالیو موخه له ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو انتخابول دي.

سرچینې ویلي، د افغانستان فوټبال فدراسيون به په نږدې راتلونکي کې د ورته موخې لپاره دا ډول سيالۍ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پیل کړي.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون دا نه دي ویلي چې یادې سیالۍ به څو ورځې دوام وکړي.

د یادونې ده، د سلواغې په ۲۶مه نېټه به په کابل کې د فوټسال دویم پړاو لیګ سیالۍ هم پیل شي چې ۱۰ لوبډلې به په کې برخه واخلي.