[restrict paid=”true”]
اټلانتا (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): په ترکیه کې مېشت د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د زلزلې له امله لسګونو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
دا زلزله وړمه ورځ سهار وختي شاوخوا ۴ بجې او ۲۰ دقیقې په داسې حال کې چې خلک ویده وو، د ترکیې په سویلختیځ او د سوریې په لویدیځو سیمو کې وشوه.
د امریکا متحدو ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې ویلي چې د لومړۍ زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې وه، خو څو شېبې وروسته دویمه زلزله د ریښتر په کچه په ۷.۵ درجې وشوه.
د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې تر اوسه په دې زلزله کې ۵۴۹۰ کسان مړه او تر ۳۵ زرو ډېر ژوبل شوي، دغهراز په سوریې کې هم تر دوه زره کسان مړه او زرګونه نور ژوبل دي.
بلخوا په ترکیه کې مېشتو افغانانو ویلي چې د زلزلې له امله لسګونو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د یادونې ده، په ترکیه کې لسګونه زرګونه افغان کډوال مېشت دي.
د فیاض ترکمن په نوم یوه افغان امریکا غږ ته ویلي چې په یادو سیمو کې شاوخوا ۷۰ افغانان مړه شوي او ډېر شمېر لا هم تر ودانیو لاندې ورک دي او یو شمېر ژوبل شوي دي .
د هغه په وینا، د ترکیې په لسو زیانمنو شوو ښارونو کې تر ۷۰ زره افغانان اوسېږي او د افغانانو نږدې ۱۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
دغهراز د عبیدالله اسلم خان په نوم بل افغان هم ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا، ډېر افغانان په «واکانت» سیمه کې زیانمن شوي دي.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او له افغانانو یې غوښتي چې له خلکو او حکومت سره د رسمي چینلونو له لارې مرستې وکړي.
خو سفارت د زلزلې له امله افغانانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن