Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په څلورو ولایتونو کې له سلګونو کورنیو او ښوونځيو سره مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): په هلمند کې له ۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو، پنجشېر کې له ښوونځيو سره د ۸۲ خېمو، فراه کې له ۳۸۳ کورنیو سره د نغدو پیسو او میدان وردګو کې له ۴۵۰ اړو کورنیو سره د روغتیایي بستو مرسته شوه.

په هلمند ولایت کې له ۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه .

یاده مرسته د کډوالو چارو ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ / UNHCR په مالي ملاتړ او د اکرو مؤسسې په همکارۍ ترسره شوه.

په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته دوه ۲۰۰ امپیره بټرۍ، دوه پایې ۳۰۰ ولټه شمسي هندارې، ۱۵ متره لین، یو د بټرۍ بکس، یو کنټرولر، ګروپونه او ۱۸۰۰ افغانۍ نغدې د کرایې لپاره ورکړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، یونیسف ادارې په پنجشېر کې له ښوونځیو سره د ۸۲ خېمو مرسته وکړه.

د پنجشېر ولایت د پوهنې رییس غلام ایشان حماس وايي، دغه خیمې هغو ښوونځیو ته ورکړل شوې چې ودانۍ نه لري او په ازاده فضا او یا نورو ښوونځیو کې فعالیت لري.

نوموړی وايي، اوسمهال په دغه ولایت کې ۲۱ ښوونځي ودانۍ نه لري.

له بلې خوا د فراه طبيعي پېښو ته د رسېدو رییس ملا اسراییل یاسر پژواک ته وویل، نن د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د بشري مرستو همغږۍ موسسه/ OCHR له خوا له ۳۸۳ هغو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې کورونه يې په تېرو جګړو کې تخریب شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۴۲۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

دغه راز د میدان وردګو د سرې میاشتې دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن يې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې له ۴۵۰ اړو کورنیو سره د روغتیایي بستو مرسته وکړه.

سرچينې ویلي، هرې کورنۍ ته ۷ د کالیو مينځلو صابونونه، ۷ د لاس مینځلو صابونونه، دوه د غاښ مینځلو کریمونه، دوه بوتله شامپو، دوه د غاښونو برسونه، یوه صابون‌داني، یو د اوبو پلاستیکي سطل، یوه د اوبو لوټه، پنځه تختې لاس‌پاکونه، دوه د اوبو بوشکې، دوه تختې روجایي‌ګانې ورکړل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.