[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۵ زره او د ټپیانو تر ۶۵ زره کسانو رسېدلی دی.
د تېرې دوشنبې په سهار دوو پرلهپسې سختو زلزلو د ترکیې سوېلختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې. د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ درجې وه.
د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
یاد اژانس د سلواغې په ۲۰مه، د دولتي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۲ زره کسان مړه او له ۶۰ زره ډېر ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغهراز له ۶ زره ډېر کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، زرګونه کسان ژغورل شوي او زرګونه نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.
د ترکیې حکومت ویلي چې د ۷۰ هېوادونو او ۱۵ نړۍوالو سازمانونو کسان او ډلې له دوی سره د ژغورنې په عملیاتو کې بوخت دي او د ګڼ شمېر هېوادونو مرستې هم ور روانې دي.
له بلې خوا، نورو نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې په سوریه کې هم د زلزلې له امله درې زره کسان مړه او نږدې پنځه زره نور ژوبل شوي دي.
په ترکیه کې مېشتو ځینو کسانو رسنیو ته ویلي چې د زلزلې له امله لسګونو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو د افغانستان سفارت په دې اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP