ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې خلک د چرګ غوښې بیې له لوړېدو شکایت لري

بلخ کې خلک د چرګ غوښې بیې له لوړېدو شکایت لري

author avatar
9 Feb 2023 - 12:03
بلخ کې خلک د چرګ غوښې بیې له لوړېدو شکایت لري
author avatar
9 Feb 2023 - 12:03

مزارشریف (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): په دې وروستيو کې په بلخ ولایت کې د یو کیلوګرام چرګ غوښې بيه له ١٦٠ څخه ٣٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د چرګ غوښې پلورونکي یې لامل له نورو ولایتونو څخه بلخ ته د چرګانو پر راوړلو بندیز بولي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي هم د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې کنټرول یې کړي.

د مزارشریف اوسېدونکی ابراهیم وایي، پخوا یو کیلوګرام د چرګ غوښه په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېده خو اوس یې بیه له ۲۸۰ افغانیو څخه هم لوړه شوې ده.

د دغه ښار بل اوسېدونکی میلاد هم وایي چې د چرګ غوښې بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې او له حکومته د کنټرول غوښتنه کوي.

هغه وایي: «د یو کیلوګرام چرګ غوښې بیه ۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې، د غويي ۴۰۰ ده او د پسه ۴۵۰، حکومت کنټرول نه لري، باید د توکو بیې کنټرول شي.»

د چرګ غوښې پلورونکی احمدشاه وایي، پخوا په بلخ کې د چرګانو فارمونه ډېر و، خو اوس کم شوي او حکومت هم له نورو ولایتونو څخه بلخ ته د چرګانو پر راوړلو بندیز لګولی، نو ځکه یې بیه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د مزارشریف ښاروالۍ د یوه کیلوګرام چرګ غوښې بيه ٢٠٠ افغانۍ وټاکله چې بيا په غبرګون کې یې د چرګ غوښې پلورونکو د يوې اونۍ لپاره خپلې هټۍ بندې کړې.

په مزارشریف کې د چرګ غوښې پلورونکی جاوید یوسفي وایي، ښاروالۍ له کومې ارزونې پرته د چرګ غوښې بیه ۲۰۰ افغانۍ ټاکلې وه، حال دا چې هټۍوالو ته يو کيلوګرام غوښه له ۲۵۰ افغانيو لوړه تمامېږي.

په همدې حال کې، د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین ډاډ ورکوي، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې یې خلک په مناسبه بیه غوښه ترلاسه کړي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي، پخوا ښاروالۍ د یو کیلوګرام چرګ غوښې بیه ۲۰۰ افغانۍ ټاکلې وه خو پلورونکو ته په کې تاوان و.

نوموړی وايي، پر داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به یې خلکو ته په ارزانه بیه غوښه عرضه شي او هم به يې پلورونکي زیانمن نشي.

هغه زیاتوي، طرحه یې بلخ ولایت مقام ته استولې او ښايي په نوې نرخ‌پاڼه کې د يو کيلوګرام غوښې بيه ۲۵۰ افغانۍ وټاکل شي.

په بلخ کې د چرګ غوښې بیه په داسې حال کې نږدې دوه برابره لوړه شوې چې همهاله په دغه ولایت کې تر نیمایي ډېر د چرګانو فارمونه تړل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.