شبرغان (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، د یوه ماشوم مړی یې موندلی چې ۲۲ ورځې وړاندې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی و.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمی وویل، د محبالله په نوم دغه شپږ کلن ماشوم د ولي محمد زوی دی چې ۲۲ ورځې وړاندې د کډوالو له کمپ څخه نادرکه او په یخبندان او سړه هوا کې په پل خراسان سیند کې ډوب شوی و.
هغه زیاته کړه، د یاد ماشوم موندلو هڅې تر اوسه روانې وې چې امنیتي منسوبینو پرون مازیګر د هغه مړی وموند.
حلیمي وایي، جسد لومړی روغتون ته انتقال او بیا کورنۍ ته یې وسپارل شو.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن