ښرنه (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د پکتیکا د اقتصاد ریاست وايي، په دغه ولایت کې د موسسو شمېر او فعالیتونه ډېر شوي چې له مخې یې، خلکو ته د کاري زمینو برابرولو ترڅنګ د بشري مرستو رسولو په برخه کې هم پرمختګ راغلی دی.
د دغه ولایت د اقتصاد رییس محمدعمر خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا په پکتیکا کې شاوخوا ۲۰ موسسو فعالیت درلود خو اوس یې شمېر شاوخوا ۳۰ ته لوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، د موسسو د شمېر او فعالیتونو له ډېروالي سره په دغه ولایت کې کاري زمینې ډېرې شوې او ګڼ لوستي ځوانان په دغو ادارو کې پر کار ګومارل شوي دي.
دغهراز نوموړي وویل چې سږ کال د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د دغه ولایت لپاره د بشري مرستو ونډه هم ډېره شوې ده.
د خالد په خبره، پخوا د یاد شوي پروګرام له لوري د پکتیکا د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې له شاوخوا ۲۷ زره بېوزلو کورنیو سره بشري مرستې کېدې، خو اوس له ۵۲ زرو کورنیو سره دا مرسته کېږي چې په دې توګه ډېرې سیمې د مرستو د وېش تر پوښښ لاندې راغلې دي.
نوموړی وايي: «د خوړو نړۍوال پروګرام په پکتیکا کې خپلې مرستې ډېرې کړې چې د رییسالوزرا د اقتصادي چارو مرستیال د فرمان له مخې به یې ۵۰ سلنه د کار په بدل کې ورکول کېږي.»
د عمر خالد په خبره، د دغې پنځوس سلنې مرستې په بدل کې د پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې زرګونه خلک په ټولګټو پروژو کې پر کار بوخت دي چې د یو شمېر ولسوالیو لپاره سړکونه، ویالې، کارېزونه او نور ترمیمیوي یا جوړوي څو ولسونو ته اسانتیاوې برابرې شي.
هغه وايي، ټولې موسسې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ فعالیتونه ترسره کوي او پر همدغه بنسټ په ټولو ولسوالیو کې د کارونو ترمنځ تعادل ساتل شوی دی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې موسسې کولای شي د پکتیکا په هره لرې او نږدې سیمه کې تر پخوا په ښه توګه خپل کارونه او فعالیتونه ترسره کړي.
بل لور ته، خلک غوښتنه کوي چې موسسې دې د بشري مرستو ترڅنګ د روغتیا، پوهنې او پراختیايي چارو په برخو کې هم خپل فعالیتونه ډېر کړي.
د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل: «اوس چې جنګ نشته، د پکتیکا ټولو ولسوالیو ته هر څوک بغیر له کومې ستونزې تګ راتګ کولای شي، نو په کار ده چې نړۍوال موسسات خپل فعالیتونه نور هم زیات کړي او د تعلیم او صحت غوندې په اساسي برخو کې کار وکړي.»
پکتیکا له هغو ولایتونو دی چې په تېرو کلونو کې ګڼې ولسوالۍ یې د جګړو او ناامنیو له امله له پرمختیايي بهیره شا ته پاتې شوې چې اوس یې اوسېدونکي د خدماتو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP