Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان- بلخ پر لویه‌لار ترافیکي پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جوزجان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین وایي، نن سهار د جوزجان ـ بلخ پر لویه‌لاره په حد بخشي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي کفایت‌الله متوکل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه د کرولا او فلاینکوچ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د کرولا موټر یو سپرلی مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي، خو د فلاینکوچ موټر سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

د متوکل په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د شبرغان ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په یاده لاره کې وخت ناوخته ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې لامل یې تر ډېره د موټرچلوونکو ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.