کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هغو ناپېژاندو جسدونو په ګډون چې د پل سوخته لاندې برخو پاکولو پر مهال د کثافاتو له ډېریو څخه پیدا شوي وو، ۱۴۴ مړي خاورو ته سپارلي دي.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې له یادې ډلې یې د ۳۰ کسانو جنازې تېره ورځ د موسهي سیمې په هدیره کې خاورو ته سپارلې دي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او لیکلي یې دي، دغه مراسم د عدلي طب تر تشخيص او د تدفين جواز له صادرولو وروسته، د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست له خوا ترسره شوي دي.
دوی همداراز لیکلي چې د کابل ښاروالۍ چارواکي اوسمهال د ښار په څلورو زونونو کې د هدیرو جوړولو او د یوه مناسب ځای موندلو په موخه، د پلان پر جوړولو بوخت دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابل ښاروالي په پام کې لري چې ښاریانو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هدیرو پر جوړولو سربېره، سړه خونه، حمام، د جنازې ادا کولو ځای، اداري څانګه، پلې لار، پارکېنګ، شنه سیمه او د اوبو سیستم هم جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP