Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور- کابل پر لویه‌لار لسګونه مسافر په واورو کې بند پاتې دي

د غور- کابل پر لویه‌لار لسګونه مسافر په واورو کې بند پاتې دي

author avatar
13 Feb 2023 - 14:22
د غور- کابل پر لویه‌لار لسګونه مسافر په واورو کې بند پاتې دي
author avatar
13 Feb 2023 - 14:22

فېروزکوه (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د غور- کابل  پر لویه‌لار یو شمېر ایسار مسافر وايي، له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله په بکک کوتل کې بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د محمد په نوم یوه مسافر پژواک خبري اژانس ته وویل: «پنځه فلاینکوچ موټر یو چې د بکک کوتل په کښتنۍ برخه کې بند پاتې یو، لاره ټرل شوې، د مسافرو شمېر له ۶۰ زیات دی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، زموږ سره ناروغان هم دي.»

په غور- کابل لویه‌لار کې یو بل ایسار مسافر عبدالکریم وايي: «له تېرې شپې راهیسې واوره ورېږي، ونه توانېدو چې غور خواته لاړ شو، لاره ډېره واوره لري، څو ځله مو له مسوولینو سره اړیکه ونیوله، خو چا مرسته نه ده کړې، هوا سړه ده او که پاملرنه ونه شي د ماشومانو او ناروغانو وضعیت به لا خراب شي.»

پر یاده لار بند پاتې مسافر د غور او بامیان ولایتونو له مسوولینو غواړي چې د لارې خلاصولو او د دوی د ژغورلو هڅه کړي.

له بلې خوا، د غور سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د واورې ورېدو له امله د غور-کابل لويه‌لار تړل شوې او د هوا تر ښه کېدو پورې يې هېڅ موټر ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړې.

د غور د ځکمني ترانسپورټ امر ضیاءالحق جندالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «موټرو ته مو اجازه ورنه کړه، ځکه چې واورینه او توپاني ده، یو شمېر موټر چې له کابله راغلي او ایسار شوي، کولای شي بېرته یکاولنګ ولسوالۍ ته وګرځي، د ټولګټو ریاست وسایل په سیمه کې دي، کله چې هوا صافه شي پاک‌کاری پيلېږي.»

د غور ځايي مسوولین له ټولو خلکو غواړي چې په باراني او توپاني ورځو کې پر واورینو لارو تګ راتګ ونه کړي.

د غور- کابل لويې‌لارې له تړل کېدو سره سم، د دغه ولايت د شپږو لوېديځو ولسواليو مواصلاتي لارې هم له مرکز سره تړل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.