[restrict paid="true"]
ټلانټا (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د نظام مسوولین باید د خلکو د نیوکو او پوښتنو اورېدلو زغم ولري، خو د مسوولینو «هتک حرمت» ونه شي.
د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، مجاهد دا څرګندونې د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په علمي او دیني سیمینار کې وکړې او ویلي، هر څوک کولی شي چې د اصلاح په موخه له اصولو سره سم نیوکې وکړي.
هغه زیاته کړه، د نظام مسوولین باید د نیوکو اورېدلو حوصله ولري، که واقعیت یې نه لرل، ځواب دې ورکړي او که واقعیت یې درلود نو اصلاحات دې راولي؛ همدا له نظام سره د ټولنې همکاري ده.
مجاهد وایي: «د همدې لپاره موږ مشرانو ته مسوول وایو چې له هغوی پوښتنه کېږي او خدای ترې پوښتنه کوي؛ که عدالت یې نه وي تامین کړی او د خلکو حقونه یې نه وي ورکړي، نو بیا ماخوذ دي، یعنې د الله تعالی له خوا نیول کېږي.»
خو د اسلامي امارت ویاند یادې غونډې ته وویل چې له اخلاقي پلوه پر یوه مسوول، وزیر، معین او رییس نیوکه محرم او خوندي وي، څو د هغه حرمت وساتل شي او په پټه او خفیه توګه پرې نیوکه وشي.
د هغه په وینا، که نیوکهکوونکي او یا سوالکوونکي اړوند مسوول ته لاسرسی نه درلود چې په پټه ورته ووایي او په عام محضر کې یې نیوکه وکړه، نو اړوند مسوول باید په تُنده لهجه ځواب ورنه کړي او نه یې هم بندي کړي، باید مناسب ځواب ورکړي څو هغه قناعت حاصل کړي.
مجاهد زیاتوي: «موږ دعوه لرو چې اسلامي حکومت لرو او مسوولین مو له خلفای راشدینو څخه پېروي کوي، نو دا لازمه ده چې د خلکو سوالونو او نیوکو ته په ورین تندي په حوصلې سره ځواب ورکړو، دا اسلامي اصول دي، خو که څوک داسې نه کوي، دهغوی شخصي مشکل دی.»
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت باید یو ځواب ورکوونکی نظام ولري، ولس ته باید ځواب ورکوونکی وي، څو الله ته ښه ځواب ورکوونکی واوسي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه، د رسنیو په همکارۍ هېواد پرمختګ کوي، خو رسنۍ باید ملي یووالي ته کار وکړي، داسې کار ونه کړي چې ملي یووالي ته زیان ورسېږي، د یوه قوم یا ژبې پر ضد خپرونې ونه کړي، داسې اقتصادي، امنیتي او ټولنیز پروګرامونه ولري چې اقتصاد، امنیت او ملي یووالي ته ګټه ورسوي نه زیان.
مجاهد وویل: «موږ سخت د رسنیو ملاتړ کوونکي یو، که چیرې دوی دغه شیان تعقیب کړي.»
هغه له ټولو رسنیو وغوښتل چې له یادو اصولو سره ځان برابر کړي بیا یې نظام په خدمت کې دی، د نظام پايښت او اقتصادي ثبات رسنیو پورې تړاو لري.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP