Language

د کندهار په ارغنداب کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې

کندهار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱) چارواکي وایي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په منارې سیمه کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید نن (سه‌شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار شوې او دغه تنکي ځوان له خپل ورور سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د یاد ځوان مشر ورور هغه ته د سر وېښتانو کوچني کولو ویلي و خو هغه تللی او په خپله باغچه کې یې ځان ځړولی و.

دغه هلک چې شمس‌الله نومېږي، کورنۍ یې په اړه څه نه وایي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، هغه له رواني اړخه ښه نه و او خبرې ژر پرې بدې لګېدلې.

د منارې سیمې یو اوسېدونکی محمد عمر وایي، شمس‌الله غټ وېښتان پرې ایښي وو، نوی ځوان و او په ډېره کوچنۍ خبره به یې شخړه کوله او د هغه د مرګ لامل هم د هغه رواني حالت او توندوالی وو.

په کندهار کې له دې وړاندې هم یو شمېر ځوانانو ځان‌وژنې کړې چې لاملونه یې کورنۍ شخړې، اقتصادي ستونزې، نه پوهاوی او نور ښودل شوي دي.