کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هرات د سوداګرو له لوري د ترکیې له زلزلهځپلو سره د څه باندې ۵۰ زره ډالرو مرسته وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «په هرات کې د اسلامي امارت د والي او د بهرنیو چارو وزارت د نمایندهګۍ په همکارۍ د هرات ولایت د ملي سوداګرو له خوا د ترکیې له زلزلهځپلو سره ۵۶ زره او ۵۰۰ ډالره نغدي مرسته وشوه.»
سرچینې لیکلي چې یاده نغدي مرسته د هرات والي، د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ مسوول او ملي سوداګرو له خوا د ترکیې کونسل ته وسپارل شوه.
د هرات ملي سوداګر دغه نغدي مرسته په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې په ۱۸مه د ترکيې له زلزلهځپلو سره د ۱۰ میليون افغانیو او د سوريې له زلزلهځپلو سره د پنځه ميليون افغانیو مرسته اعلان کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روانې سلواغې میاشتې په ۲۱مه د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي و، که ترکیه وغواړي افغانستان به د ژغورنې او روغتيايي پاملرنې ټیمونه ور واستوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP