کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د هواپېژندنې اداره د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکوي.
نن (د سلواغې ۲۵مه) د دغه رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې مياشتې له ۲۵مې تر ۲۶مې نېټې پورې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، بامیان، سمنګان، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولايتونو کې د سختو اورښتونو او واورې ورېدو احتمال شته.
د سرچینې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له «۱۵ تر ۲۵» مليمترو او د واورې کچه له «۲۰ تر ۵۰» سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP