[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۱) د کندهار د عینو مېنې پر څلوېښتم سړک د یوه ځوان جسد موندل شوی دی.
چارواکي وایي، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه خو دغه کس تېره شپه وژل شوی او جسد یې نن غرمه موندل شوی.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
ده زیاته کړه: «دغه کس چې مدثر احمد نومیږي جسد یې نن غرمه موندل شوی او په خپه وژل شوی خو تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.»
د وژل شوي ځوان د کورنۍ په اړه لا تر اوسه معلومات نشته خو د عینو مې مينې اوسېدونکی وایي، د دغه کس جسد په څلوېښتم سړک چې د عینو مېنې د پای ساحه ده موندل شوی.
د عینو مېنې یو تن اوسېدونکی حبیب الرحمن وایي، د دغه ځوان جسد نن خلکو لیدلی وو بیا یې د حوزې امنیتي کسانو ته خبر ورکړی وو او هغوی اتقال کړ.
له دې وړاندې هم د عینو مېنې تر څنګ د کندهار په نورو برخو کې د وژل شویو کسانو جسندونه موندل شوي خو د ډېری کسانو د وژلو لاملونه نه دي معلوم شوي او نه یې هم عاملین نیول شوي.
[/restrict]
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن