ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له زندانه خوشې شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له زندانه خوشې شو

author avatar
15 Feb 2023 - 03:45
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له زندانه خوشې شو
author avatar
15 Feb 2023 - 03:45

اټلانټا (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ یمخکښ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر له څه باندې دوو کلونو بند روسته خوشې شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون دسلواغې په ۲۵مه، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي “علي وزیر د ۲۶ میاشتې استعماري بند له تېرولو وروسته خوشې شو.”

هغه زیاته کړې چې علي وزیر “د ریاستي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم” زندان وګاله.

منظور پښتني لیکلي : “ظالم نظام زموږ ټولنه په یو غټ جیل بدله کړې ده” او دا چې دوی به د دغه لوی زندان نه لیدل کېدونکي زنځیرونه هم په خپل مزاحمت مات کړي.

تر دې مخکې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ پر ټويټر پاڼه لیکلي و چې “د علي وزیر د ماتېدو او په زندان کې د ساتلو هر ډول هڅې وشوې، خو هغه بریالی شو او نن به خوشې شي.”

علي وزیر د ۲۰۲۰م کال ډسمبر پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي وو.

پر نوموړي په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو قضیې ثبت شوې وې او په دغو قضیو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی وو، چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.