هرات (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې یوه ښځه د خسره له کوره د پیسو د غلا په تور نیولې ده.
د هرات امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د هرات ښار شپږمې حوزې اړوند ساحه کې یوه ښځه د خپل خُسر له کوره پر بالفعل غلا نیولې ده.
سرچینه زیاتوي چې له یادې ښځې ۴۱۸ زره افغانۍ او ۱۰۰ میلیون تومان ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ښځه د اسلامي امارت ځواکونو تر څار لاندې او دوسیه یې عدلي او قضایي بنسټونو ته لېږل شوې ده.
د یادونې ده، تېره اونۍ هم ۱۲ کسان د جنایي جرمونو او غلاوو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP