کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): په کندهار ښار کې د میرویس حوزوي روغتون- چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ورته پنځه زره ناروغان مراجعه کوي- د بسترونو شمېر لوړ او تشکیل یې ډېر شو.
نن د پنجشنبې ورځ په یاد روغتون کې په دې اړه مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار د چارواکو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارته راغلو مسوولینو هم په کې ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال مولوي اسحق صاحبزاده په دغو مراسمو کې وویل، په میرویس حوزوي روغتون کې د ناروغانو (لویانو او
ماشومانو) لپاره دوه بېړنۍ څانګې جوړې شوې او دغه راز د بسترونو شمېر یې له ۶۵۰ څخه ۱۰۰۰ ته لوړ شو څو د ناروغانو په درملنه کې چټکوالی راشي.
هغه زیاته کړه: «روغتون ته په ۲۴ ساعتونو کې په اوسط ډول پنځه زره ناروغان مراجعه کوي؛ نو ځکه اړتیا وه چې بسترونه یې زیات شي، موږ له بسترونو سره پرسونل هم له ۸۲۰ څخه ۱۵۶۵ ته زیات کړی دی.»
د هغه په وینا، پلان شته چې د کندهار په ولسوالیو کې هم روغتیايي خدمات زیات کړي څو پر میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شي.
د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران هم وایي، په روغتون کې د نوو بېړنیو څانګو له جوړېدو او دغه راز د بسترونو او پرسونل له زیاتوالي سره به خدمات ډېر ښه شي او پر ډاکټرانو به د کار فشار کم شي.
یوه ډاکټر اسدالله ځيرک پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې نوي عاجلې څانګې جوړې شوې، باید مسلکي ډاکټران هم ورته وروزل شي.
ده زیاته کړه: «په نورو هېوادونو کې د عاجلو څانګو لپاره جلا مسلکي ډاکټران شتون لري، نو زموږ غوښتنه دا ده چې مسوولین دې ډاکټران بهرنیو هېوادونو ته واستوي څو په اړوند برخه کې لنډمهالې زدهکړې وکړي.»
د کندهار ولایت مقام مرستیال حیاتالله مبارک هم د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې خدمات معیاري او زیات کړي؛ ځکه میرویس حوزوي روغتون ته دا مهال تر لسو د ډېرو ولایتونو ناروغان مراجعه کوي.
میرویس روغتون ته راغلي ناروغان هم وایي، خوښ دي چې دلته خدمات پراخ شوي او ورسره به د ناروغانو درملنه هم په ښه او چټکه توګه کېږي.
یو ناروغ حاجي اسدالله په دې اړه وایي: «زه د شخصي ډاکټر وس نه لرم چې ورسم نو ځکه میرویس روغتون ته راغلی یم، دا چې دلته ډاکټران زیات شوي او عاجله څانګه جوړه شوې، په دې موږ خوشحاله یو؛ ځکه د مریضانو ښه درملنه به وشي.»
له نورو ولایتونو راغلي مراجعین هم وایي، میرویس روغتون ته ځکه ناروغان راولي چې دلته یې درملنه په ښه ډول کېږي.
محمد رسول له نیمروز ولایته خپل ورور میرویس حوزوي روغتون ته راوستلی او دا مهال په بېړنۍ څانګه کې بستر دی.
دی وايي، په خپل ولایت کې یې روغتیايي خدمات کم دي؛ ځکه کندهار ته راغلی او د میرویس روغتون له خدماتو راضي دی.
ده زیاته کړه: «زموږ په ولایت کې سم ډاکټر نشته، دلته چې هم راغلو اول شخصي ته ورغلو، هلته د مریض علاج ونه شو، بیا مو دلته راوستی، نو خدای ته امید شته چې دلته یې درملنه وشي.»
مسوولین وايي، د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته دا مهال تر لسو له زیاتو ولایتونو خلک مراجعه کوي چې په اوسط ډول یې شمېر هره میاشت ۱۵۰ زرو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP