ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د چنارتو یوې سیمې خلک په خپل لګښت پل جوړوي

د اروزګان د چنارتو یوې سیمې خلک په خپل لګښت پل جوړوي

author avatar
16 Feb 2023 - 14:16
د اروزګان د چنارتو یوې سیمې خلک په خپل لګښت پل جوړوي
author avatar
16 Feb 2023 - 14:16

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې خلکو په خپل لګښت د ترینکوټ پر سیند د ۲۳ متره په اوږدوالي د پله جوړولو چارې پيل کړې دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه پل د اوسپنې له جال، لرګیو او ډبرو جوړوي چې د «مسعود» او «اغاجان» په نومونو دوه سیمې سره نښلوي.

د چنارتو ولسوالۍ د اغاجان سیمې یوه مخور حاجي سردارمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پله جوړولو چارې تازه پیل شوې چې هره ورځ د دواړو کلیو شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکي د اشر په توګه کار په کې کوي.

هغه زیاته کړه، دغه پل د سیند له سطحې ۳ متره لوړ، د ۲۳ متره په اوږدوالي او دوو مترو په سور له اوسپنیز جال، ډبرو او لرګیو جوړېږي چې د پلیو کسانو ترڅنګ به پرې موټرسایکلونه او څاروي هم تګ راتګ کوي.

دی وايي، د پله لپاره ډبرې او لرګي د کلیوالو له خوا چمتو شوي خو د اوسپنیز جال او د اړتیا وړ نورو وسایلو لپاره پیسې د سیند په دواړو غاړو کې له مېشتو دوه زره کورنیو- د هغوی اقتصادي وضعیت ته په کتو- راټولېږي.

د نوموړي په خبره، که د پسرلي په موسم کې اورښتونو او سېلابونو د دوی د کار مخنیوی ونه کړ نو دغه پل به په دوو میاشتو کې جوړ شي.

هغه وویل، د پله له جوړېدو سره به د یادو دوو کلیو ترڅنګ د مرکز ترینکوټ، چورې او ګیزاب ولسوالۍ خلکو ته هم چنارتو ولسوالۍ ته د تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

د مسعود سیمې اوسېدونکي سعدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې خلکو په دې سیمه کې پر سیند د پله د نشتوالي له امله یوې او بلې غاړې ته تګ راتګ نه شو کولای.

د ده په خبره، د سیند دواړو غاړو ته په مسعود او اغاجان کلیو کې شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي خو د غم او ښادۍ پر مهال یې په خپل منځ کې تګ راتګ نه شو کولای.

دی زیاتوي، د سیمې اوسېدونکو په وار وار له مسوولینو د دغه پله جوړولو غوښتنه کړې خو نه ده اورېدل شوې، بالاخره اړ شول خپله لاس په کار شي او دغه پل په خپل لګښت جوړ کړي.

د اروزګان ولایتې ادارې مسوولین هم مني چې خلکو په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان او مسعود سیمو ترمنځ پر ترینکوټ سیند د پله جوړولو کار پیل کړی دی.

د دغه ولایت د والي مرستیال مولوي حکمت الله مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوس لپاره په کار بوختو کلیوالو ته د حق الزحمې په توګه د ولایت مقام له خوا ۶۵۴۵ کیلوګرامه غنم ورکول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ولایت مقام اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې څو له خلکو سره د دغه پله جوړولو په چارو کې مرسته وکړي.

پنځه میاشتې مخکې د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکو هم په خپل لګښت تر مرکز ترینکوټ پورې د عځېدلې لارې جوړولو چارې پیل کړې وې خو د امکاناتو نشتوالي له امله نیمګړې پاتې شوې.

Views: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.