کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر وایي، د یونسکو مرکزي دفتر سلاکار د خبریالانو بد اقتصادي وضعیت ته د پام پر جلبولو او له هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ملاتړ لپاره به عدالتغوښتنه کوي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجتالله مجددي پرون (د سلواغې ۲۶مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو: «د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشرتابه د یونسکو مرکزي دفتر له سلاکار سره په لیدنه کې د اړیکو او اطلاعاتو، د بیان ازادي او د خبریالانو خوندیتوب، د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.»
سرچینې ویلي، د یونسکو مرکزي دفتر سلاکار اندریا کیرولا د خبریالانو او رسنیو بد اقتصادي وضعیت ته د پام جلبولو، په ځانګړي ډول د رسنیو کارکوونکو د معاشونو پر ورکړې ټينګار کړی دی.
د سرچینې په خبره، د یونسکو سلاکار ژمنه وکړه چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د اقتصادي ملاتړ لپاره به عدالتغوښتنه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د مرغومي په ۹مه ویلي وو چې د تېر نظام له سقوط وروسته او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د افغانستان رسنۍ د کیفیت او کمیت له پلوه له یوه لوی بدلون سره مخ شوې او زیاته کړې یې ده چې شاوخوا ۶۰۰ انځوریزې، غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ تړل شوې دي، سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارمندانو هېواد پرېیښۍ، ښځينه خبریالانې هم ګوښه شوې دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت په راتلو سره ۲۱۹ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې او مخکې له دې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن