[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم لومړیتوب د نجونو زدهکړې دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت د هغوی زدهکړې تر ثاني امر پورې ځنډولې دي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو مرستیالې امنې محمد د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پوهنې لپاره د بسپنې راټولونې په موخه جوړې شوې غونډې ته په خپل پیغام کې کړې دي.
د بيبيسي د خبر له مخې، د دې غوندې ډېری ګډونوالو له زدهکړو له محرومو افغان نجونو سره خپل یووالی او ملاتړ اعلان کړ.
ټاکل شوې په یاده نړۍواله ناسته کې چې د «زدهکړې نه شو ځنډولی» تر سرلیک لاندې روانه ده، مرسته کوونکي هېوادونه او نړۍوال سازمانونه د ۲۰۲۳ کال لپاره له پوهنې د ملاتړ لپاره خپلې مرستې اعلان کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې امنه محمدي په استولي پیغام کې ویلي، د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زدهکړې دي.
هغې زیاته کړې، څه باندې پنځه سوه ورځې کېږي چې د افغان نجونو پر مخ له شپږم پورته ټولګیو دروازې تړل شوې او د نوموړې په وینا، له «هغوی لومړني بشري حقونه اخیستل شوي دي.»
امنه محمد وایي، نړۍواله ټولنه باید په یووالي او بېړه یادې موضوع ته رسېدنه وکړي او زیاتوي «دا ډېره مهمه ده چې له افغان نجونو سره یو ځای ودرېږو او د هغوی غږ اوچت کړو، هغوی یوازې نه دي.»
د ملګرو ملتونو دغې جګپوړې مشرې دغه راز له مرستهکوونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې پوهنې ته د لاسرسي لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.
نوموړې چې تېره میاشت د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللې وه، ویلي وو: «د انلاین کورسونو موضوع یو ښه نوښت دی خو دا بسنه نه کوي، موږ باید عملي ګامونه واخلو، د افغان نجونو دا اړتیا درک کړو؛ ځکه زدهکړې هیڅکله نه شو ځنډولی.»
[/restrict]
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن