Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

میدان‌ښار(پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۲ سیمه‌ییزو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان ملي اولمپیک کمېټې مشر نظرمحمد مطمین د دغو لوبو د پیل په مراسمو  کې وویل، دغه لوبه تر اوسه له ملي المپیک سره رسمي ثبت نه ده خو دوی هڅه کوي چې د دې لوبې ترڅنګ د لامبو وهنې او اس ځغلونې محلي لوبې هم په ملي کچه رسمي کړي.

هغه زیاته کړه: «دغه لوبې د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ځای لري او خلک یې له پخوا زمانو په محلي توګه ترسره کوي.»

د ملي المپیک مشر د یادې لوبې لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دغو لوبو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې امر ذبیح‌الله وهاج وویل، په یادو سیالیو کې د کابل مېشتو وردګ لوبډلې په ګډون، ۱۲ محلي لوبډلو برخه لرله چې کابل مېشتې لوبډلې لومړی، ادم‌خېلو دوهم او چک لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د غشي ویشتلو یوه لوبغاړي نصارالدین له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې دغه لوبې دې له ملي المپیک کمېټې سره رسمي شي او  مسوولین دې ورته پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «موږ له پخوا زمانو دغه لوبې کوو، خو چا راته پاملرنه نه ده کړې.»

د کریم خان په نوم یوه بل لوبغاړي هم غوښتنه وکړه چې د نورو ملي لوبو په څېر دې لوبې ته هم باید پاملرنه وشي.

د یادونې ده، د غشي ویشتلو محلي لوبې هر کال په ژمي کې پر نورو ولایتو سربېره په میدان وردګو کې هم ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.