Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین او ایران په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د چين او ايران ولسمشرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو له اسلامي امارته غوښتي چې د ښځو پر وړاندې تبعيضي اقدامات لغوه او يو ټولګډون حکومت دې جوړ کړي خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، افغانان کولای شي خپل داخلي مسایل په ښه توګه مدیریت کړي.

د اسوشییټېډ پرېس د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جین پینګ او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښځو، قومي لږکیو او نورو مذهبونو پر وړاندې د تبعیضي اقداماتو مخه ونیسي او د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په رښتیني ګډون دې یو ټولشمول حکومت جوړ کړي.

هغوی د ګډې اعلامیې له لارې چې چین ته د ایران د ولسمشر د سفر په پای کې خپره شوه، د امریکا متحده ایالات او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د افغانستان د روان وضعیت مسوول وبلل.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو یو سوله‌ییز، هوسا او باثبات افغانستان د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره ډېر مهم بللی او د افغانستان له خلکو سره یې د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام هوکړه کړې ده.

دوی دا هم ویلي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره به خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

خو د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سرپرست حکومت د هېوادونو اندېښنې درک کوي، خو د هېواد سترو ګټو، شرعي احکامو او د افغانانو غوښتنو په نظر کې نيولو سره ګامونه اخلي.

هغه دغه راز زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي د ټولو هغو ستونزو لپاره- چې احتمال یې لیدل کېږي او یا موجودې وي- حل لارې پيدا کړي.

کریمي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه اړیکې ولري او ویې ویل چې افغانان کولای شي خپلې داخلي ستونزې په ښه توګه مدیریت کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.