ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

کونړ کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

author avatar
18 Feb 2023 - 15:17
کونړ کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو
author avatar
18 Feb 2023 - 15:17

اسعداباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کویډ- ۱۹ یا کرونا د مخنیوي په موخه د دغې ناروغۍ ضد واکسین شل ورځنی کمپاین پیل شو.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، دغه کمپاین به د مرکز اسعداباد په ګډون ټولو ولسوالیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په مالي لګښت د شلو ورځو لپاره دوام وکړي.

د کونړ عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر اجمل وایي، د یاد کمپاین پر مهال به نږدې ۹۳ زره هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو پورته وي، واکسین شي .

نوموړي نن (د سلواغې ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «هڅه کوو چې د کمپاین په دې دوره کې د کونړ په ټولو سیمو کې هغه کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو پورته وي، د جانسن په نوم د کرونا واکسین ورسوو.»

هغه زیاته کړه، د واکسین د تطبیق لپاره يې د ۵۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۰ رضاکاران ګومارلي چې هغوی به د ټولو کلیو جوماتونو ته ځي او خلک به واکسین کړي.

د ډاکټر اجمل په وینا، هغه کسان چې پخوا یې د کوویکس، ساینوفارم او کوشیډ واکسین کړی او څلور میاشتې پرې اوښتې وي، یو ځل بیا ورته یو ډوز جانسن امریکایي واکسین تطبیقوي.

هغه وایي، د کمپاین په دغه دوره کې خلکو ته له کرونا ناروغۍ څخه د ځان‌ ژغورنې په موخه عامه پوهاوی هم ورکوي .

د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وايي، له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې ۱۲۰۳ کسان پر کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

هغه زیاتوي چې د اسعداباد ولایتي روغتون په ګډون د کونړ په ټولو روغتیایي مرکزونو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو درملنه په وړیا ډول ترسره کېږي .

په ورته مهال د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وایي، اړتیا لیدل کېږي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوی روغتون بېرته فعال شي.

د مرکز اسعداباد د مکلي سیمې اوسېدونکي عبادالله وویل: «موږ د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه غواړو چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو لپاره ځاګړی شوی روغتون بېرته فعال کړي.»

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.