ګردېز (پژواک، ٢٩ سلواغه ١۴٠١): د پکتيا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او پنځه کسان نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د ياد ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد کس ټکسي چلوونکی و چې د سيدکرم ولسوالۍ په اړونده سيمه کې په ډزو وژل شوى دی.
د هغه په خبره، وژل شوی کس نن سهار له ګردېز ښار څخه د دربست په پلمه بیول شوى و.
هغه زياته کړه، د وژل شوي کس قاتلین له سیمې تښتېدلي خو د امنيتي ځواکونو له لوري يې د نیولو جدي هڅې روانې دي.
تر دې وړاندې هم په پکتيا کې ځينې مرموزې وژنې شوې چې امنيتي چارواکي يې شخصي ستونزې او بدۍ بولي.
له بلې خوا، په یاد ولایت کې پنځه کسان د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک ته وويل: «دوه تنه هغه قاتلين چې په کابل کې يې يو کس د پنځلس زره ډالرو پيسو په سر وژلی و، وروسته دغه کسان په پکتيا کې ونيول شول.»
هغه زياته کړه، دغهراز په سيدکرم او ځاځي اريوب ولسواليو کې يې درې کسان د چرسو د قاچاق په تور نيولي دي.
د ځدران په خبره، د یادو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې او قانوني چلند به ورسره کېږي.
Views: 237
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن