ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ناصر خسرو ښارګوټی له غصبه راوګرځول شو

بلخ کې د ناصر خسرو ښارګوټی له غصبه راوګرځول شو

author avatar
19 Feb 2023 - 16:30
بلخ کې د ناصر خسرو ښارګوټی له غصبه راوګرځول شو
author avatar
19 Feb 2023 - 16:30

مزارشریف (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۱۴۶ ښارګوټي په غیرقانوني توګه وېشل شوي چې نن یې د راګرځولو چارې له ناصر خسرو ښارګوټي پیل شوې.

د بلخ د عدلیې ريیس مولوي امرالله مصلح وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف کې ۱۰۸۴۰ جریب ځمکه د ناصر خسرو پروژې په نوم غصب شوې وه چې یوازې ۹۰۰ جریب ځمکې یې قانوني اسناد درلودل او پاتې ۹۹۴۰ جریب یې د فدامحمد په نوم د یو شخص له لوري غصب او وېشل شوې وه.

دى وايي، نن د دغه ښارګوټي د بېرته راګرځولو او د بلخ کرنې ریاست ته یې د سپارلو چارې پیل شوې.

مصلح وایي، د سرپرست حکومت د رهبرۍ په امر روان کال شاوخوا ۴۰ زره جریب ځمکه په دغه ولایت کې له غصبه راګرځول شوې او لا هم د ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري یې د غصب شوو ځمکو راګرځولو چارې په شدت او جدیت سره روانې دي.

په ورته مهال، د بلخ ښار جوړولو ريیس مولوي عین‌الدین حمید وایي، په دغه ولایت کې پر دولتي او شخصي ځمکو څه باندې ۱۴۶ غیرقانوني ښارګوټي جوړ شوي چې له بررسۍ وروسته به راوګرځول شي.

د حمید په وینا، په غیرقانوني ښارګوټو کې هغه ښارګوټي هم شامل دي چې پر شخصي ځمکو جوړ شوي، ویزه شوې نه دي او د ښارجوړونې له معیارونو په کې سرغړونه شوې ده.

بلخوا د بلخ د کرنې ريیس شمس‌الله ابوخالد وایي، په دغه ولایت کې د استرداد کمېسیون له پرېکړې سره سم پر غصب شوو ځمکو د ودانیو جوړولو چارې بندې شوې او هم یې پر پېر او پلور بندیز لګېدلی دى.

هغه وایي، د بلخ د ځمکو راګرځولو کمېسیون هره اونۍ ناسته لري او که څوک قانوني اسناد او مدارک لري نو دغه کمېسیون ته دې وسپاري، کنه ځمکې به یې د دولت د ملکیت برخه وګرځول شي.

په بلخ کې د ناصر خسرو ښارګوټی د دغه ولایت د پخواني والي عطامحمد نور د ورور فدامحمد له لوري وېشل شوی و.

Views: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.