Language

فراه کې درې جسدونه چې وارثین یې نه دي پیدا شوي، خاورو ته وسپارل شول

فراه (پژواک، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۱): د فراه ښاروالي وايي، درې هغه جسدونه یې خاورو ته سپارلي چې څه موده مخکې په دغه ولایت کې مړه شوي وو او وارثان يې پيدا نه شول.

د دغه ولايت د ښاروالۍ له لوري نن (د سلواغې ۳۰مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوه جسدونه د روږدو وو او یو د ماشوم و چې څه موده مخکې موټر وهلی و.

د فراه ښاروالۍ مطبوعاتي مسوولو قاري عبدالعلي کامیاب وویل: «پرون د ښاروالۍ له لوري دوه روږدي کسان او یو هغه ماشوم چې څه موده مخکې په بالابلوک ولسوالۍ کې موټر وهلی و او کورنۍ يې پيدا نه شوې، خاورو ته وسپارل شول.»

ده زیاته کړه، یاد روږدي کسان نږدې دوه میاشتې مخکې په فراه کې مړه شوي وو خو تر اوسه يې د کورنۍ غړي پيدا نه شول او خاورو ته وسپارل شول.

د هغه په خبره، دغه مړي په دې موده کې د روغتون په یخچال کې ساتل شوي وو.

د یاد ولایت د ښاروالۍ کلتوري مدیر مولوي جلال‌الدین حقاني وايي، د کابو یونیم کال په موده کې په دغه ولایت کې د ۱۹ داسې روږدو کسانو جسدونه خاورو ته سپارل شوي چې د کورنۍ غړي يې نه دي پيدا شوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.