[restrict paid=”true”]
ښرنه (پکتیکا، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱ ): د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی دی.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماښام د برمل ولسوالۍ اړوند په خوجه خدر غره سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري په ډزو کې لس کلن ماشوم وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې دغه ماشوم د ډیورنډ پر فرضي پولې د اغزن تار په یو کیلو مترۍ کې رمه پووله.
د یادونې ده، د وژل شوي ماشوم کورنۍ د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته کوچېدلې وه.
[/restrict]
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن